د ایکنا د راپور له مخې، محمد العاصي په ۱۹۵۱ کال کې د امریکا په میشیګن ایالت کې زیږیدلی. خپلې لومړنۍ زدهکړې ئې په متحده ایالاتو کې ترسره کړې او وروسته لبنان ته لاړ. په لبنان کې ئې بیروت پوهنتون ته لاړ او هلته ئې عربي ژبه زده کړه. د زدهکړو له بشپړولو وروسته متحده ایالاتو ته ستون شو او په مریلنډ پوهنتون کې ئې د حکومتي او سیاسي چارو په برخې کې زدهکړې وکړې. د ماسټرۍ له ترلاسه کولو وروسته د واشنګټن د اسلامي مرکز د امام په توګه وټاکل شو.
العاصي د کرسنټ نړیوالې خبري مجلې لپاره مقالې لیکي او په متحده ایالاتو، کاناډا او اروپا پوهنتونونو کې د اسلامي موضوعاتو په اړه ویناوې کوي. هغه د اوسمهاله اسلامي فکر د انستیتوت (Institute of Contemporary Islamic Thought) څیړونکی هم دی.
په انګریزی ژبې لومړنی تفسیر
د العاصي د تحصیلي څانګې انتخاب د هغه د ګروهنو ښکارندوي دی چې د هغه د ژوند راتلونکې څلور لسیزې ئې ټاکلې: د قرآن تفسیر او د عربو او امریکا سیاسي اړیکې.
العاصي د قرآن لومړنی انګریزي ژبې تفسیر لیکلی. هغه خپل ۱۴ جلده تفسیري اثر، چې عنوان ئې The Ascendant Qur’an: An English Translation of the Meanings of the Qur’an دی، لومړنی اثر بللی چې مستقیم په انګریزي ژبه لیکل شوی. دا هم لومړنی اثر دی چې د قرآن متن ئې د «ننني نړۍ د مسلمانانو اړتیاوو او په ځانګړي توګه د اوسمهاله اسلامي فعالانو لپاره» په موخې سره بیا تفسیر کړی.
د هغه تفسیر د قرآن د سیاسي لارښوونې په توګه د لوستلو د هغه د کلک هوډ انعکاس بلل شوی. العاصي په خپلې سريزې کې مني چې د هغه تفسیر هغه څه نه دی چې له یوه عادي تفسیره ئې تمه کیږي او هغه غوره بولي چې دا د «قرآن د معناوو تحلیل» وبولي. هغه په دې باور دی، که څه هم قرآن څوارلس پېړۍ مخکې، له اوسمهاله شخصیتونو مخکې نازل شوی، خو لوستونکي سره مرسته کوي چې د هغوی د ځانګړنو او کړنو په پېژندلو سره د د زمانې جنګي جنایتکاران او شتمن کسان وپېژني.
له دغه تفسیر څخه، چې لومړی جلد ئې په ۲۰۰۸ کال کې خپور شوی، تر اوسه ۱۴ جلده خپاره شوي.
هغه چې په عربي او انګریزي ژبو بشپړ تسلط لري، په خپل تفسیر کې د شیعه او سني تفسیرونو، احادیثو، فقهي، تاریخي، سیاسي، فلسفي، ټولنیزو او طبیعي علومو له سرچینو څخه استفاده کړې. د هغه تفسیر انتخابي ماهیت لري او د نننئ ټولنې، سیاست او ورځنيو تعاملاتو پورې اړوند مفاهیمو باندې تمرکز لري. دا ځانګړی ویونه په کلاسیک او معاصرو تفسیرونو کې اکثره له پامه غورځول شوي.
د العاصي شهرت او د رژیمونو نیوکې !
عاصي د متحده ایالاتو او اسرائیلو رژیمونو د جوتو نیوکو له امله په لويديځو هېوادونو کې مشهور دی؛ هغه حتی کلونه وړاندې د خپلو خطبو د محتوا له امله د واشنګټن د اسلامي مرکز د امام له دندې ګوښه شو.
د ژباړې طریقه
د العاصي تفسیر د سني او شیعه لیکوالو یو شمېر تفسیري سرچینو باندې استناد کوي، خو په مرکو کې هغه مفسرین چې زیاتره ئې یاد کړي عبارت دي له: ابن عاشور، علامه طباطبائي (ره)، سیدقطب، محمد رشید رضا او علامه سید حسین فضلالله. داسې ښکاري چې د علامه فضلالله د ټولنیز عدالت او د ایران د اسلامی انقلاب سیاسي ایډیالوژۍ ټینګار د العاصي لپاره الهامبخښونکی و.
https://iqna.ir/fa/news/4276721